امنیت

سرچینې: د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مدیر په یوه چاودنه کې وژل شوی

له کونړ ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وایي چې د دې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مدیر شبیر احمد، او زوی يې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

سرچینې وایي چې په دې پېښه کې د یاد استخباراتي چارواکي ورور چې د هغه د ساتونکي په توګه یې دنده ترسره کوله، ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د تېرې ورځې (جمعه، د وږي ۲۱مه) د غرمې پر شاوخوا ۱۲ بجو رامنځته شوې ده.

سرچینو زیاته کړه چې دا چاودنه هغه مهال شوې، کله چې د طالبانو د استخباراتو د مدیر زوی د یوه هاوان له مرمۍ سره په هغه کوټه کې لاس وهنه کوله چې دوی درې واړه په کې اوسېدل.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د شیګل ولسوالۍ د استخباراتو د مدیر زوی په هماغه ځای کې د چاودنې له امله وژل شوی او پخپله شبیر احمد د سختو ټپونو له کبله د کونړ ولایت په روغتون کې ساه ورکړې ده.

سرچینې وايي، شبیر احمد په اصل کې د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د شیګل ولسوالۍ د استخباراتو مدیر ټاکل شوی و.

تر اوسه د طالبانو ځايي چارواکو په کونړ کې په دې تړاو څه نه دي ویلي.