د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ له ګواښ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وشو.
هغه لیکلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین او ایران استازو ګډون درلود.
محمد صادق ویلي: «موږ د افغانستان په اړه خپلې ګډې اندېښنې او هیلي شریکې کړې او پر دې مو سلا وکړه چې له د طالبانو له چارواکو سره دې پایلهمحوره تعامل وشي، د بشري اړتیاوو ملاتړ دې وشي او همدارنګه له هغه جدي ګواښ سره دې مقابله وشي چې د افغانستان پر خاوره مېشت ګڼ شمېر ترهګرې ډلې یې رامنځته کوي.»
