په ننګرهار ولایت کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو پنځه کلن ماشوم جسد، چې دوه ورځې وړاندې تښتول شوی و، موندل شوی دی.
سرچینې وایي، دا ماشوم د مومندرې ولسوالۍ د غوړکي سیمې اوسېدونکي قاري برکت الله زوی دی ګې د تېرې اوونۍ د (سې شنبې ورځ د وږي ۱۸) تښتول شوی و چې تېره ورځ سهار یې جسد موندل شوی.
سرچینې ویلي، دا ماشوم په غاړه زندۍ شوی او پر بدن یې د سختې ربړونې نښې هم لیدل کېږي.
سرچینه زیاتوي چې د دغه ماشوم پلار په خپله سیمه کې د یوه جومات ملا امام دی او له هېچا سره شخصي بدي نه لري.
طالبانو د دغې پېښې په تړاو تر اوسه جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ کونړ ولایت کې هم د یوه ۱۴ کلن ماشوم جسد چې په مرموز ډول وژل شوی و موندل شوی و.
