سرچینې وایي چې نهه ورځې وړاندې د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه ښار څخه د یوه سوداګر زوی د غلو له لوري تښتول شوی و، خو د سېشنبې په ورځ یې مړی د سنګین ولسوالۍ په سیمه کې وموندل شو.
سرچینې وایي، د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه څخه ۹ ورځې وړاندې غلو د يو سوداګر زوی تښتولی و، خو سهشبنې په ورځ يې جسد په سنګين ولسوالۍ کې وموندل شو.
نوموړی هلک د ښوونځي له مخې تښتول شوی وو.
سرچینو د پنحشنبه په ورځ امو ته ویلي، چې غلو د نوموړي تنکي هلک له پلار څخه ۱۵۰ زره امريکايي ډالر غوښتل خو پلار یې دومره پیسې نه درلودې.
سرچینې زیاتوي، چې د یاد هلک تر بېرحمه وژلو کېدو وروسته غلو د نوموړي هلک جسد يوې څاه ته غورځولی و.
په ټولنیزو رسنیو کې د یاد ماشوم ويډيو هم لاس په لاس کېږي چې د غلو لخوا ثبت شوې او یاد زوی خپل پلار ته وايي چې پيسې ورکړئ کنې غله به ما ووژني.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان کې د د غلو او تښتونو پېښې ورځ تر بلې په لوړېدو دي.
