بشري حقوق ښځې

طالبانو په تخار کې ۴ ښځې او ۷ سړي په درو وهلي دي

انځور له آرشیف څخه

طالبانو د تخار ولایت په ینګي کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د څلورو ښځو په ګډون ۱۱ تنه په درو وهلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هر یو کس ۳۹ دورې وهل شوی او د څلورو میاشتو تر درې کلونو پورې د بند سزا یې ورکړې ده.

طالبان وایي دغو کسانو د دوی د سترې محکمې له تایید وروسته بدني سزا ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم ۱۶ سړي او دوه ښځې په درې ولایتونو، کابل، لغمان او بلخ کې په درو وهلي وو. د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼو کې د دغو کسانو پر وړاندې تورونه «د ودونو نه بهر اړیکې، د مخدره موادو پلور او قاچاق» یاد شوي دي.

د دغو کسانو له ډلې، ۱۴ تنه یوازې په کابل کې د نشه‌يي موادو د پلور په تور په ۲۰ تر ۳۹ درو وهل شوي او لس میاشتې تر درې کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.