سرچینې وايي چې د محمد علي جناح روغتون د وسایلو لېږد پرون (۱۸ وږی) پیل شوی او ټاکل شوې ده دغه روغتون بل ځای ته انتقال شي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې د لېږد مسؤلیت د کومې ادارې پر غاړه دی او روغتون به په نوې ځای کې څه وخت فعالیت پیل کړي.
یوه سرچینه د دې بدلون لامل د سړک د جوړولو پروژه بللې ده چې د روغتون مخې ته روانه ده.
محمد علي جناح روغتون د کابل په لوېدیځ د دشت برچي په سیمه کې موقعیت لري او په همدې برخه کې یوازینی دولتي روغتون ګڼل کېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې که دغه مرکز خپل فعالیتونه بند کړي، خلک به د روغتیايي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ شي.
دغه روغتون په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان په مالي لګښت جوړ شو او په ۲۰۱۹ کال کې پرانیستل شو. د جوړېدو لګښت یې له ۲۴ میلیونو ډالرو زیات اعلان شوی و او د پاکستان د بنسټګر، محمد علي جناح، په نوم نومول شوی دی.
