په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال د آسیا جام کرېکټ سیالۍ دا مهال په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، د ګلف نیوز د راپور له مخې د مصنوعي ځیرکتیا پنځو مشهورو سیسټمونو ته د دغه جام د پایلو وړاندوینه وسپارل شوه، چې پایله یې د کرکټ مینهوالو لپاره جالبه وه.
د یاد راپور پر بنسټ، د مصنوعي ځیرکتیا پنځو پلاټفورمونو – چټجيپيټي (ChatGPT)، کلاد (Claude)، مایکروسافټ کوپایلټ (Microsoft Copilot)، ګوګل جیمینای (Google Gemini) او ګروک (Grok) – دا وړاندوینه وکړه چې هند به د ۲۰۲۵ آسیا جام اتل شي، او افغانستان به له هند سره پایلوبه ترسره کوي.
کارپوهان وايي، دا ډول AI وړاندوینې عموماً د ټيمونو د پخوانۍ کارکردګۍ، احصایوي معلوماتو او روان فارم پر بنسټ ترسره کېږي، خو باید یواځې د معلوماتو او تفریح لپاره وکارول شي، نه د نهايي نتیجې لپاره.
هند، چې د تېرو آسیا جامونو اتل پاتې شوی، دا ځل هم له پیاوړې لوبډلې سره میدان ته راوتی، چې مشري یې سوریا کمار یادو کوي. له بلې خوا، افغانستان په وروستیو کلونو کې د کرکټ په ډګر کې ثابت قدمه پرمختګ کړی او که تر پایلوبې ورسیږي، نو دا به د افغان کرکټ لپاره یو تاریخي ګام وي.
د ګلف نیوز راپور زیاتوي چې که څه هم ټولو سیسټمونو هند د اتل په توګه یاد کړی، خو د افغانستان نوم یوازې د ChatGPT له لوري د پایلوبې سیال په توګه یاد شوی، چې ښيي دا AI سیسټم د افغان لوبډلې روانه کارکردګي جدي ګڼلې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې مصنوعي ځیرکتیا د سپورتي سیالیو وړاندوینې کوي، خو د کرکټ په څېر متغیره لوبه کې پایله تر وروستۍ توپ وهنې پورې نه شي اټکل کېدلی.
