د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون وايي، ایران او پاکستان یوازې په یوه ورځ کې له ۱۳،۶۵۴ افغان کډوال له خپلو هیوادونو وایستل.
د دغه کمېسیون په وینا، د وږي پر ۱۸مه نېټه، ۹،۳۷۵ کسان له ایران او ۴،۲۷۹ نور له پاکستانه په جبري او یا هم داوطلبانه ډول اخراج شوي دي.
چارواکي وايي، یاد کډوال د تورخم فرضي کرښې او سپین بولدک، بهرامچې، اسلام قلعه او ورېښمو پل له پولو افغانستان ته داخل شوي دي.
د راپورونو له مخې، ایران او پاکستان یوازې په تېرو درو ورځو کې (له وږي ۱۶مې تر ۱۸مې پورې)، د دې کسانو په ګډون، ټولټال ۴۲،۳۶۲ افغان کډوال اخراج کړي دي.
دغه دواړه ګاونډي هېوادونه له دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده او تر دې مهاله میلیونه کسان اخراج شوي دي.
په ورته وخت کې، د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایرانه د کډوالو د ایستلو تر څنګ، د راپورونو له مخې، په بېرته ستانه شوو کډوالو کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او منسوبینو د «خپلسري نیونو او مرموزو وژنو» پېښې هم زیاتې شوې دي.
یوناما مخکې دا ډول پېښې تایید کړي، خو طالبان یې تل ردوي.
