امریکايي چارواکو په ډاګه کړې چې د ډونالډ ټرمپ اداره د هغو عملیاتو له پلان څخه باخبر وه، چې په ترڅ کې یې اسراییلي ځواکونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس لوړپوړي مشران په نښه کړل.
د سپینې ماڼۍ چارواکي، په ځانګړې توګه د ځانګړي استازي سټیف ویتکاف په ګډون، د اسراییلو او حماس ترمنځ د سولې په خبرو کې ښکېل وو، خو د سرچینو په وینا، اسراییل د دعه برید د ترسره کولو لپاره “څو میاشتې مخکې پلان جوړ کړی و.”
د حماس یو لوړپوړي چارواکي سیانان ته تایید کړې چې د دوی پر مرکچي پلاوی په دوحه کې برید شوی دی.
د اسراییلو د دفاعي ځواکونو ادعا کړې چې د حماس مشران یې د یو “دقیق او حساب شوي برید” په ترڅ کې په نښه کړي او د دې ډلې اړوند مهمو ودانیو ته یې دروند زیان اړولی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوحې وضعیت اوس “تر بشپړه کنټرول لاندې دی” او ځانګړي څېړنیز ټیمونه د پېښې د جزئیاتو د څېړنې لپاره سیمې ته استول شوي دي.
