سعودي عربستان او متحده عربي امارات پر قطر د اسراییلو وروستی برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض او د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه برید “وحشیانه تېری او د ورور هېواد قطر پر ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه” بللی او خبرداری یې ورکړی چې د اسراییلي اشغالګرو دوامداره “جنایي سرغړونې” به له سختو پایلو سره مخ شي. ریاض همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسراییلو پر وړاندې عاجل اقدامات ترسره کړي.
په ورته وخت کې، د متحده عربي اماراتو د مشر دپلوماتي سلاکار انور قرقاش ویلي چې ابوظبي “په بشپړ ډول د قطر تر څنګ ولاړ دی” او برید یې “غدارانه اسراییلي تېری” یاد کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې “د عرب خلیج هېوادونو امنیت نه وېشل کېدونکی دی” او امارات له قطر سره بشپړه خواخوږي او همپالنه لري.
دغه ګډ غبرګون ښيي چې د خلیج هېوادونه د قطر پر وړاندې د اسراییلو د برید په اړه یو واحد دریځ لري او د سیمې د امنیت د خوندیتوب لپاره ګډ اقدام ته تیاری ښيي.
