اسراییلي پوځ ویلي، چې د حماس ډلې لوړپوړي مشران یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې هدف ګرځولي، هغه ښار چې د دغې ډلې سیاسي دفتر پکې موقعیت لري.
د فرانسپرس او نورو نړیوالو رسنیو په وینا، د سې شنبې پر ورځ (سپټمبر ۹) په دوحه کې څو چاودنې شوي، تور لوګی راپورته شوی او سیمهیزې ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا برید «جنایتکارانه» بللی او د هېواد پر حاکمیت یې ښکاره تېری ګڼلی. چارواکو ویلي، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او تحقیقات روان دي.
د حماس یوې سرچینې ویلي، مشران یې هغه مهال په نښه شول چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند وړاندیز یې ارزوه.
د اسراییلو د سخت دریځي وزیرانو په دې برید خوښي څرګنده کړې، خو ایران او قطر یې سخت غندنه کړې ده.
یاد برید داسې مهال ترسره کېږي چې د اسراییلو د وسلهوالو ځواکونو مشر، جنرال ایال زامیر، دوه اونۍ مخکې خبرداری ورکړی و، چې بهر مېشت د حماس مشران به هم هدف وګرځوي.
تر دې مخکې، د حماس او اسراییلو ترمنځ د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب څو ځله د اوربند خبرې شوې، خو تراوسه کوم پایدار توافق نهدی شوی. د حماس د وروستي دریځ له مخې، دوی د اوربند لپاره د جګړې د ختمېدو، د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د غزې د خپلواکه مدیریت غوښتنه کړې.
