افغانستان

د پروان او کاپيسا د روږدو په روغتون کې ډاکتران: ۷ میاشتې کېږي معاش مو نه دی اخیستی

پروان او کاپیسا ولایتونو کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې ډاکتران وایي، چې ۷ میاشتې کېږي معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې هېواد کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې په ۸۸ روغتونونو کې ۴۴ یې د بودیجې له امله تړل شوې دي.

د کاپيسا ولایت یوه ډاکتر د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «زموږ معاش نه راکوي که غږ پورته کړو، طالبانو مو ځپي. نور هېڅوک ماته پور نه راکوي او په سختۍ شپې ورځې تېروم.»

د پروان ولایت د روږدو په روغتون کې یوه بل ډاکتر هم له شته وضعیته د اندېښنې په څرګندولو وویل: «کور کې د خوړلو هېڅ نه لرو، کومې پيسې مې چې لرلې مصرف شوې. هر ورځ موږ ته دوکه راکوي چې معاشونه مو درکول کېږي.»

په همدې حال کې د کاپيسا ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس موسی جان طاحا وایي: «شاید د ډاکترانو معاش ورکړل شوی وي.»

خو پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه د آمو ټلویزیون د خبریال اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

د پروان او کاپیسا ولایتونو د روږدو په روغتون کې ډاکتران همداراز د خپلو معاشونو له کمېدو هم شکایت کوي او وایي، هغه معاش چې په پام کې ورته نیول شوی دی بسنه نه کوي.

موده مخکې سمنګان کې د روږدو د شل بستریز روغتون کارکوونکو هم د آمو ټلویزیون خبریال ته ویلي وو چې درې میاشتې کېږي معاشونه یې نه دي اخستي. همدارنګه فاریاب ولایت کې د روږدو د ۵۰ بستریز روغتون ډاکترانو چې په دغه ولایت کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې یوازینی مرکز دی، ویلي وو چې نږدې اووه میاشتې کېږي خپل معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي.