په پکتیا ولایت کې د طالبانو پخواني امنیه قوماندان د خپلې دندې د پای ته رسېدو په مناسبت یوې غونډې ته وویل، چې دوی پر خبریالانو بریدونه کول او وژل یې، خو هغوی د هېواد نه بهر ته وتښتېدل.
یاد قومندان چې د حقاني شبکې سره تړاو لري، له دندې څخه په لیرې کېدو یې د هیبتالله او سراج الدین حقاني ترمنځ سخت جنجال هم منځ ته راغی. سرچینې وایي، دغه قوماندان د سراجالدین حقاني لهخوا کابل کې د امنیتي حوزې قوماندان وټاکل شو.
سرچینې زیاتوي، نوموړي قومندان د طالبانو د مشر ملا هیبت الله امرونه هم نه منل، ځکه یې هیبت الله د لیرې کېدو په لټه کې هم شو، چې د لېرو کېدو په پروسه کې یې سراج لدین حقاني سخت مخالفت ښودلی دی.
د سرچینو په خبره، د یاد قومندان د اختلافاتو له امله سراج الدین څو ځله مجبور شوی، چې پکتیا ته پټ سفرونه وکړي او یاده مساله حل کړي خو وروسته خبره په دې تمامه شوې چې نوموړي ته به بل ځای څوکۍ ورکول کېږي.
د سرچینو په خبره، نوموړی په کابل کې د دریمې امنیتي خوزې امر ټاکل شوی دی.
نوموړی قومندان چې محمد عمر مخلص نومېږي، د خدای په امانۍ په غونډه کې یې ویلي، چې خبریلان یې ټول وژل «د میډیا والا نه دي، دا غداران، دا خو موږ قتل کول او مړه کول، په دوی پسې خو موږ ګرځېدو، خو دا خلاص شول، وتښتېدل په منډه او خپلو بادارانو ته یې ځانونه ورسول.»
د یادونې وړ ده، طالبانو د عفوې سربېره سلګونه د پخواني نظام کارمندان وژلي، شکنجه کړي او په یو بل نوم یې زنداني کړي او تر څنکه یې لسګونه خبریلان هم شکنجه او زنداني کړي دي.
