بشري حقوق

ریچارډ بېنت: طالبانو د تېر کال په پرتله سږکال دوه برابره خلک په دُرو وهلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بېنت وایي طالبانو سږ کال تر دې دمه لږ تر لږه ۶۷۲ تنه، چې ۵۴۷ یې نرینه او ۱۲۵ یې ښځې دي، د محکمو له‌خوا د سزا د پرېکړې له مخې د خلکو پر وړاندې  په درُو وهلي دي.

نوموړي دغه شمېرې د بدني سزاوو د اندېښمن زیاتوالي څرګندونه بللې او ویلي یې دي چې دا وضعیت، د بشري حقونو د پراخو محدودیتونو او د ښځو پر وړاندې د فشارونو تر څنګ، د افغانستان امنیتي او بشري وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

د بېنټ په وینا، دا شمېر د تېر کال پرتله دوه برابره زیات دی.

طالبانو تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.