د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ کمیشنر والکر ترک په جینیوا کې د بشري حقونو په ۶۰مه غونډه کې وویل چې افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې د میندو د مړینې کچه پکې تر ټولو لوړه ده.
ښاغلي ترک وویل، د طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته څلور کاله تېر شوي، خو په دې موده کې ښځې او نجونې تقریباً له ټولنیز ژوند، کار، زده کړو او روغتیايي خدمتونو بشپړې محرومې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو له لوري پر ښځو د اساسي حقونو محدودیتونه د میندو روغتیا ته جدي زیان رسولی او د مړینې کچه یې لوړه کړې ده. ښاغلي ترک ټینګار وکړ چې د میندو مړینه، چې په ډېرو مواردو کې د مخنیوي وړ ده، اوس د ښځو د مړینې له مهمو لاملونو څخه ده.
والکر افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف یو روښانه بېلګه وبلله چې ښځې یې له ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ژوند څخه په پراخه کچه بې برخې کړې دي. هغه د بشر د حقونو په دې ډول پراخو سرغړونو کې د نړیوالې ټولنې چوپتیا د نه منلو وړ وبلله.
د غونډې په وینا کې ښاغلي ترک د افغانستان ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې روانو کړکېچونو ته هم اشاره وکړه. هغه د اوکراین، سوډان، میانمار او د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت جګړې د اندېښنې وړ وبللې.
هغه وویل چې غزه د بشري ناورین په حالت کې ده، چې په کې د ولسي خلکو وژنو، پراخې ویجاړنۍ او د بشري مرستو مخنیوی د نړیوالې ټولنې وجدان ځپلی دی.
د اوکراین جګړې په اړه نوموړي وویل چې د روسیې وروستي بریدونه جګړه تر ټولو خونړۍ کچې ته رسولې او دا چې عامه بېخبناوې په قصدي ډول په نښه کېږي، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ځینو هېوادونو له لوري د نړیوالو تړونونو او قوانین له پامه غورځول د نړیوال نظم لپاره لوی خطر دی. هغه خبرداری ورکړ چې کله دولتونه قوانین په متناقض ډول تطبیق کړي یا ورته بېاحترامي وکړي، د سولې او امنیت بنسټونه کمزوري کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه نن دوشنبه، په جینیوا کې پیل شوې او په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان او نورو کړکېچنو سیمو کې د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.
