کډوالي

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۲۶۰۰ کډوالې کورنۍ ایستلي

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۹۸ افغانې کډوالې کورنۍ ایستل شوي او هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه کمیسیون د شمېرو له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۱۲۳۰، د کندهار ولایت د سپين بولدک له لارې ۱۳۲ او د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

همدارانګه د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې ۱۰۸۰ کورنۍ او د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۴۵ کورنۍ هېواد ته راغلي دي.

طالبان وايي، ۱۶۷۸ راستنو شويو ته سيمکارتونه وېشل شوي, ۱۲۰۵ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

تر دې وړاندې، په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو په برخه کې د ایران د تایباد ولسوال مرستیال وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې، د وږي  تر ۱۳مې نېټې پورې، ۹۱۷ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون سرحدي بندر له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

همدارنګه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د پېژندپاڼې (پي‌او‌آر) کارتونو د مهلت د پای ته رسېدو سره، د افغانانو په ستنېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې د جمعې ورځي په راپور کې راغلي، چې یوازې د اګسټ په میاشت کې د کډوالو د ستنېدو او ایستلو بهیر ۲۵۴ سلنه ډېرې شوي او د جولای میاشتې په پرتله ۱۹۱ سلنه لوړې شوې دي.