منځنی ختیځ

پر غزې د اسراییلو بریدونو کې ۱۷ فلسطینیان وژل شوي

اسراییلي پوځیانو، نن سهار د غزې په ښار کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پنډغالي په نښه کړل، چې د الجزیرې د راپور له مخې، په دغه بریدونو کې شا اوخوا ۱۷ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا، د اسلامي جهاد ډلې د اسراییلو پر لوري دوه توغندي ویشلي، چې یو یې د دې هېواد د پوځ له لوري شنډ شوی دی.

دا د غزې ښار په شمال لویدیځه څنډه کې، د اسراییلي پوځ د بریدونو تازه قربانیان دي.

یوې ښځه او سړي ټول ماشومان له لاسه ورکړي او په ژړا او فریاد دي. دغې ښځې او سړي، خپل ټول ماشومان له لاسه ورکړي او په چیغو او سورو دي. دا وژل شوي ماشومان، د نن ورځې د بریدونو قربانیان دي. ډاکترانو الجزیرې ته ویلي چې نن سهار د اسراییلو پوځ یو ښوونځۍ، یو کور او د بې‌ځایه شوو فلسطینیانو یوه خېمه په نښه کړه، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان ووژل شول.

د «الفارابي» په نوم پر ښوونځي برید، چې د بې‌ځایه شویو کورنیو د اوسېدو ځای و، د سهار شاوخوا درې بجې شوی او اته تنه پکې وژل شوي دي. په دې برید کې لسګونه نور ټپیان شوي دي. ډېری دغه کورنۍ له میاشتو راهیسې له یوه ځایه بل ځای ته د تېښتې په حال کې و او په همدې ښوونځي کې یې پناه اخیستې وه. د الجزیرې د راپور له مخې، د شیخ رضوان په سیمه کې په یو بل برید کې یوه خېمه او یو کور په نښه شوي چې د څلورو ماشومانو په ګډون، نږدې نهه تنه پکې وژل شوي دي.

دغه راز، په بله سیمه کې هم د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو په خیمو کې دوه ماشومان وژل شوې دي. د دې بریدونو هم مهاله، د اسلامي جهاد ډلې د اسراییلو پر لوري د دوه توغندیو د ویشتلو خبره کړې، خو د اسراییلو پوځ وایي چې یو توغندی یې شنډ کړی او بل هم پر یوه تشې سیمې لګېدلی دی.