سوداګري

طالبانو له ترکمنستان سره د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږد په اړه خبرې کړي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر اننه ګیلدي سپروف او د «ټاپ» نړیوالې پروژې له رییس مراد ارتیکوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د همکاریو د پراخولو په ځانګړې توګه له ترکمنستان څخه کابل ته د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد پر پروژې، د برېښنا د لېږد د «ټاپ ۵۰۰» پروژې د چارو پر چټکتیا او د ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، عبداللطیف منصور د پروژو د پلي کولو لپاره د اړینو همغږیو او همکاریو د رامنځته کولو په برخه کې د طالبانو بشپړ چمتووالی او ژمنه تکرار کړه او زیاته یې کړه، افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو او د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو د پراخولو لپاره ژمن دی.

تېره ورځ د افغانستان د برېښنا سکتور د پراختیا په موخه د څه باندې ۹۴۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید تړونونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. دغه سندونه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت او یو شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ترمنځ د انرژۍ د ملاتړ په یو اقتصادي کنفرانس کې لاسلیک او تبادله شول.

د معلوماتو له مخې، د لاسلیک شویو اسنادو له ډلې ۹۱۲۳ مېګاواټه برېښنا د تولید او اړوندو زېربناوو د جوړولو هوکړه‌لیکونه دي، په داسې حال کې چې د ۲۸۴ مېګاواټه د تولید قراردادونه په مستقیم ډول د پانګه‌والو له شرکتونو سره شوي دي.