سویلي آسیا

رویټرز: د جاپان لومړي وزیر د استعفا پرېکړه کړې

د جاپان لومړي وزیر، شیګرو ایشیبا، پرېکړه کړې چې د حاکم لیبرال دموکرات ګوند په منځ کې د اختلافاتو د مخنیوي په موخه له خپلې دندې استعفا وکړي.

جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې نوموړی به د یکشنبې په ماښام خپله پرېکړه رسماً اعلان کړي. ایشیبا، چې یوازې له تېر اکتوبر راهیسې په واک کې و، له پرله ‌پسې ټاکنیزو ماتو وروسته یې په دواړو مجلسونو کې د خپل ګوند اکثریت له لاسه ورکړ.

د جولای میاشتې ټاکنیزې ماتې پر هغه فشارونه زیات کړل او د ګوند ډېری دنني مخالفانو یې د نوموړي د استعفا غوښتنه وکړه.