سویلي آسیا

د پنجاب په یوه سېلاب‌ځپلې سیمه کې د کښتۍ د چپه کېدو له امله پنځه تنه مړه شوي

د پاکستان د پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي چې د سویلي پنجاب په سېلاب‌ځپلي سیمه کې د خلکو د ژغورنې یوې کښتۍ د اوښتو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

یادې ادارې څرګنده کړه چې کښتۍ د ملتان په ولسوالۍ کې د اوبو د سخت بهیر له امله واوښته، خو ډېری مسافر ژغورل شوي دي.

د مرستو کمیشنر، نبیل جاوېد، ویلي وو چې د راوي، ستلج او چناب سیندونو سېلابونو له ۴۱۰۰ څخه زیات کلي زیانمن کړي او له ۲ میلیونو ډېر خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

چارواکو د خلکو او مالونو د ژغورنې لپاره ۴۲۳ د مرستو کمپونه، ۵۱۲ روغتیایي مرکزونه او ۴۳۲ وترنري (د څارويو درملنې) پوستې جوړې کړي دي، او له ۱.۵ میلیونو ډېر څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

جاوېد زیاته کړه چې د روانو سېلابونو په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ کسان د اوبو له امله مړه شوي دي.