سوداګري

افغانستان کې د څه باندې ۹ زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د برېښنا سکتور د پراختیا په موخه د څه باندې ۹۴۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید تړونونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. دغه سندونه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت او یو شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ترمنځ د انرژۍ د ملاتړ په یو اقتصادي کنفرانس کې لاسلیک او تبادله شول.

د معلوماتو له مخې، د لاسلیک شویو اسنادو له ډلې ۹۱۲۳ مېګاواټه برېښنا د تولید او اړوندو زېربناوو د جوړولو هوکړه‌لیکونه دي، په داسې حال کې چې د ۲۸۴ مېګاواټه د تولید قراردادونه په مستقیم ډول د پانګه‌والو له شرکتونو سره شوي دي.

یاد کنفرانس چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ګډون د یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې جوړ شوی و، د افغانستان لپاره د انرژۍ د پانګونې د جذب یوه مهمه غونډه بلل شوې ده.

همدارنګه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د زیربنایي پروژو تړون هم نهایی شوی، چې له مخې به یې د سرخان–پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه مزي وغځول شي او د دښت الوان، ارغندۍ او شیخ مصري سب‌سټېشنونه به پراخ شي.

کارپوهان وايي، که دغه پروژې په بشپړ ډول عملي شي، نو د افغانستان برېښنا ملي شبکه به پیاوړې شي، زرګونه کورنۍ، فابریکې او ادارې به د دوامدارې برېښنا لاسرسی ومومي او د هېواد د صنعتي کېدو لپاره به نوې زمینه برابره شي.

خو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، که څه هم د زرګونو مېګاواټو د برېښنا د تولید دا تړونونه د افغانستان لپاره لوی اقتصادي فرصت ګڼل کېږي، خو عملي کېدل یې له جدي ننګونو سره مخ دي. د هغوی په باور، تر هغو چې د پانګونې امنیت ډاډمن نشي، د قراردادونو روڼتیا تضمین نه شي او سیمه‌ییزې او په کور دننه سیاسي اړیکې باثباته نه شي، دا پروژې ښايي یوازې په کاغذ محدودې پاتې شي او د خلکو د ژوند په ښه والي کې د پام وړ بدلون رانه ولي.

ټاکل شوې چې د پانګونې او انرژۍ د ملاتړ دا کنفرانس سبا هم دوام ومومي.