په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو په برخه کې د ایران د تایباد ولسوال مرستیال وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې، د وږي تر ۱۳مې نېټې پورې، ۹۱۷ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون سرحدي بندر له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه، په تېرو اویا (۷۰) ورځو کې د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د پلان د پلي کېدو په ترڅ کې، د هغوی د درناوي او باعزته ستنېدنې لپاره له ټولو امکاناتو په دوغارون کې کار اخیستل شوی دی.
هغه ویلي: «د ناقانونه افغان وګړو د بېرته ستنېدو بهیر د دوی د کرامت او عزت په ساتلو سره د دوغارون په پوله روان دی، او د څار او ارزونې له لارې د بېرته ستنېدنې د پلان د پلي کېدو ځینې ستونزې او خنډونه په دغه پوله تر ډېره حل شوي دي.»
هغه زیاته کړه: له اویا سلنې ډېر ناقانونه افغان وګړي د خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د دوغارون پوله غوره کوي، او شاوخوا نوي سلنه (۹۰٪) یې په خپله خوښه بېرته ځي.
رجبي ویلي، د هېواد په ختیځ کې د دوغارون رسمي تګلاره د ناقانونه افغان وګړو د وتلو لپاره تر ټولو مهمه او لومړنۍ پوله ده.
د تایباد د ولسوال مرستیال څرګنده کړه: د ټولو خدماتي، اجرایي، امنیتي، پوځي، پولیسو، اردو، بسیج، خیرینو او ولسي ډلو د همکارۍ او همغږۍ په وسیله په دوغارون کې د مهاجرو د باعزته او درناوي وړ بېرته ستنېدنې زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: د ترسره شوو خبرو اترو او د افغانستان د سرپرست حکومت د لوري د همکارۍ په نتیجه کې، ناقانونه افغان اتباعو ته دا امکان برابر شوی چې د ایران له بېلابېلو برخو څخه خپل کورني توکي تر سرحدي صفر نقطې پورې ولېږدوي. هره ورځ د ۳۵۰ څخه زیات د کورنيو توکو بار شوي موټر په دوغارون کې تګ راتګ کوي.
رجبي په پای کې وویل: دا مهال د ناقانونه افغان اتباعو د پاتې کېدو موده په دوغارون کې او له قانوني مراحلو وروسته د ایران پرېښودو وخت تر یوې ساعتې کښته شوی دی.
