د روانې میاشتې په ترڅ کې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پلان شوی سفر وروسته له هغې لغوه شو، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې هغه ته د سفر د بندیز د معافیت اجازه ورنه کړه.
که دا سفر ترسره شوی و، نو متقي به د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړنی وزیر وای چې هند ته یې سفر ترسره کاوه.
ټول هغه طالب مشران چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیز لاندې دي، د بهرني سفر لپاره باید د معافیت اجازه ترلاسه کړي.
کله چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جیسوال، د متقي د هند د سفر په اړه وپوښتل شو، هغه وویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، موږ د افغانستان له خلکو سره اوږدمهالې اړیکې لرو. هند د افغان ولس د هیلو او پرمختیايي اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي.
موږ له افغان چارواکو سره اړیکې لرو. که په دې اړه تازه معلومات وي، له تاسو سره به یې شریک کړو.»
د ۱۹۸۸م کال د بندیزونو په کمېټه کې د امنیت شورا ټول ۱۵ غړي شامل دي، او که یوازې یو غړی هم مخالفت وکړي، نو معافیت نه ورکول کېږي. د راپورونو له مخې، د متقي پلان شوی سفر پاکستان ته هم د تېرې میاشتې په ترڅ کې لغوه شوی و، ځکه چې امریکا د هغه د معافیت غوښتنې مخالفت کړی و.
هندوستان ټایمز د سرچینو په حواله ویلي، چې د متقي لپاره د معافیت غوښتنه شوې وه خو نه ده منل شوې. هند ته د متقي پلان شوی سفر د متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر اس. جې شنکر د مې میاشتې د ټیلیفوني خبرو په تعقیب ګڼل کېده – چې د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ داسې اړیکه وه.
دغه ټیلیفوني خبرې د متقي او د هند د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ویکرم مسري د جنورۍ په میاشت کې په دوبۍ کې له لیدنې وروسته ترسره شوې، او دا په داسې حال کې وه چې د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې وه. طالبانو د اپرېل په میاشت کې د پهلګام ترهګریز برید هم غندلی و.
هند په وروستیو کلونو کې په چوپه چوپتیا سره د طالبانو له مشرتابه سره اړیکې پراخې کړي، څو د سیمې ګټې خوندي کړي، په داسې حال کې چې چین هڅه کړې په افغانستان کې خپله ونډه زیاته کړي. متقي او جې شنکر د سپټمبر په لومړۍ نېټه بیا ټیلیفوني خبرې وکړې، وروسته له هغې چې نوي ډېلي د افغانستان د کونړ د زلزلې د زیانمنو شویو لپاره د مرستو مواد واستول.
سرچینو ویلي چې د متقي سفر یوازې لغوه شوی، او تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، کله چې د سفر بندیز د معافیت مسله حل شي.
