کډوالي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: په هېواد کې د پاتې کېدلو پرېکړه یوازې موږ کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علی خان په تازه څرګندونو کې ویلي چې یوازې پاکستان حق لري پریکړه وکړي څوک په دې هېواد کې پاتې شي او څوک باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي. نوموړي ټینګار کړی، هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، ایستل کېږي به.

علي خان نن جمعه په اسلام‌اباد کې په یوې خبري ناسته کې وویل: «هر څوک چې قانوني اسناد نه لري باید زموږ هېواد پرېږدي. دا د پاکستان قانون دی او هر هېواد د خپلو قوانینو له مخې ورته پریکړې کوي.»

په تېرو څو ورځو کې زرګونه افغان کډوال، چې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي وو، له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي یا په ستنولو دي. دا پروسه هغه مهال روانه ده چې په تېرو څو اونیو کې په ختیځو سیمو کې زلزله شوې، چې له امله یې تر ۲۲۰۰ زیات کسان مړه شوي او ګڼ شمېر کلي او کورونه وران شوي دي.

فیلیپو ګراندی، د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیسار، له پاکستانه غوښتي چې له اسنادو پرته افغان کډوالو بیرته ستنول ودرول شي.

پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی. ډېری افغانان په دغه هېواد کې زیږیدلي او لوی شوي، خو ځینې نور دریمو هېوادونو ته د انتقال په تمه دي. د ۲۰۲۳ کال راهیسې، اسلام‌اباد د وسله‌والو بریدونو د زیاتوالي په اړه د امنیتي اندېښنو له امله د افغان کډوالو د بیرته ستنولو کمپاین پیل کړی دی، او تر دې دمه شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان اړ شوي چې له پاکستانه ووځي. یوازې سږکال شاوخوا ۴۴۳ زره افغانان پاکستان شړلي دي.

خان همداراز له آلمان څخه وغوښتل چې خپل د افغان پناه غوښتونکو د منلو ژمنې عملي کړي او ویې ویل چې پاکستان او آلمان به خپلې اړیکې د باور او متقابل حسن نیت پر بنسټ لا پیاوړې کړي.

هغه وویل چې د اسلام‌اباد اصلي اندېښنه په افغانستان کې د وسله‌والو لپاره د خوندي پټنځایونه دي او له طالبانو یې وغوښتل چې د دغو کسانو پر وړاندې مؤثر اقدامات وکړي.

خان ادعا وکړه چې د پاکستان وروستي پوځي عملیات په خوست او ننګرهار ولایتونو کې یوازې د وسله‌والو پر ضد ترسره شوي او ټول د باوري معلوماتو پر اساس دي.

د بهرنیو چارو ویاند ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان حاکمیت ته درناوی لري او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې ډاډ ورکړي افغان خاوره د پاکستان پر ضد د وسله‌والو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

هغه زیاته کړه: «د دښمن وسله‌والې ډلې د سیمې د سولې او ثبات ګډ ګواښ دی او له منځه وړل یې ګډې هڅې غواړي.»

خان همداراز یادونه وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ديپلوماټیکې اړیکې په عادي ډول دوام لري او په بېلابېلو سطحو کې منظم تماسونه روان دي. پاکستان د افغانستان د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره مرستندویه توکي هم استولي دي.