امنیت

سرچینې: طالبانو پخوانی نظامي پرویز سیدخیل او ورور یې ونیول

پرویز سیدخیل، نظامی پیشین ارتش،و برادرش محمد عمر.

محلي سرچینې وایي چې تېره شپه طالبانو یو پخوانی پوځی پرویز سیدخیل د خپل ورور محمد عمر سره د کابل د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې ونیولو.

سرچینې زیاتوي چې دا د ښاغلي سیدخیل درېیم ځل دی چې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول کېږي، مخکې هم دوه ځلې په زندان کې ساتل شوی و.

پرویز سیدخیل د بغلان د پیاده کنډک قومندان و او د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللی و؛ خو تازه کابل ته راستون شوی دی.

د هغه کورنۍ د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، او ویلي یې دي چې سیدخیل تداوی لپاره روغتون ته پر لاره و، چې طالبانو ونیولو. د طالبانو استخباراتي ځواکونو د هغه کور هم تلاشي کړی دی.

که څه هم طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه نېټه د واک له تر لاسه کولو وروسته عمومي بښنه اعلان کړې وه او د پخواني حکومت کارکوونکو ته یې ډاډ ورکړی و چې له تعقیب به خوندي وي، خو په تېرو څلورو کلونو کې په کراتو راپورونه ورکړل شوي چې غیرنظامیان او د پخواني حکومت پوځیان د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او په ځینو مواردو کې وژل شوي دي.