ورزش

فیفا: سږ کال د لوبغاړو د لېږد لګښت په بې ساري ډول نږدې لس میلیارده ډالرو ته ورسېد

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) ویلي چې د ۲۰۲۵ د اوړي په “لېږد کړکۍ” کې د نړۍ کلبونو په ګډه، نږدې ۹.۷۶ میلیارده ډالر د لوبغاړو پر نړیوالو لېږدونو ولګول، چې دا د تېر کال په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

“لېږد” یا Transfer  هغه پروسه ده چې له مخې یې یو لوبغاړی له یو کلب(ټیم) څخه بل کلب ته د لوبې کولو لپاره لېږدول کېږي. هغه پیسې چې نوی کلب یې زاړه کلب ته ورکوي تر څو لوبغاړی واخلي او قرارداد یې له وخت مخکې ور ختم کړي.

د فیفا د راپور له مخې، نړیوالو کلبونو په دې موده کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ تبادلې ترسره کړي دي. له دې ټولو تبادلو څخه یوازې هغه چې د پیسو په بدل کې ترسره شوي، د ۹.۷۶ میلیارده ډالرو مالي ارزښت لري.

د ښځو په فوټبال کې هم د لګښتونو لوړه کچه ثبت شوې ده. له ۱۱۰۰ څخه ډېرې نړیوالې تبدیلۍ شوي او د لومړي ځل لپاره یې لګښت ۱۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. د مکسیکوي لوبغاړې لیزبیت اووالې د اورلاندو پراید له‌خوا د ۱.۵ میلیونه ډالرو په بدل کې رانیول کېدل، د ښځو په فوټبال کې تر ټولو د لوړې بیې لېږد بلل شوی دی.

د فیفا د قانوني چارو مشر ایمیلیو ګارسیا ویلي: “موږ یو بازار وینو چې د نارینه‌وو او ښځینه­وو دواړو فوټبال کې په بشپړه توګه په حرکت کې دی. دا شمېرې د ښځو لوبو د بې ساري پرمختګ ښکارندوی دي.”

د انګلستان پریمیر لیګ یو ځل بیا تر ټولو زیات لګښت کړی، چې یوازې په درې میاشتو کې یې له درې میلیارده ډالرو ډېر د لوبغاړو پر رانیولو مصرف کړي دي. د آلمان کلبونو یوازې له برتانوي ټیمونو څخه ۸۹۳ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي، چې له (باید لیورکوزن) څخه (لیورپول) ته د فلورین ویرټس د شاوخوا ۱۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت لېږد یې تر ټولو لویه بېلګه ده.

له انګلستان وروسته آلمان د ۹۸۰ میلیونه ډالرو په لګښت او ایټالیا د ۹۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت درېیم ځای لري. د لوبغاړو د راتګ له پلوه بیا انګلستان مخکښ دی چې ۵۳۵ لوبغاړي یې له نورو هېوادونو رانیولي، ورپسې پرتګال (۴۷۹) او برازیل (۴۲۵) رانیولي دي.