ستاسو نظر

قطري وزیرې په مشرۍ د مرستو رارسېدل؛ د افغان ښځو د حقونو پر سر تاوده بحثونه

د قطر د نړیوالو چارو وزیرې مریم بنت علي المسند په مشرۍ کابل ته د بشري مرستو څلور الوتکې ورسېدې. د دغو مرستو په چوکاټ کې دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي توکي او د سرپناه اړین مواد شامل دي.

د قطر د پرمختیا صندوق د معلوماتو له مخې، له مرستو به شاوخوا ۱۱ زره زلزله‌ځپلي برخمن شي.

د المسند کابل ته د مرستو سره یو ځای رسېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه درلودل، ځینو افغانانو د ښځینه وزیرې راتګ د ښځو د اهمیت سمبول وباله.

ځینو یې بیا پر طالبانو نیوکه کړې، چې ولې د افغانستان ښځې له زده‌کړو او کار محرومې دي.

یو شمېر تبصرې لیکونکي د قطر او افغانستان د دیني چلند پرتله کوي او پوښتنه کوي چې ولې د افغان نجونو د تعلیم مخه نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دننه په افغانستان کې د طالبانو ببا ځلې واک ته په رسېدو سره د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه لګیدلي دي.

بلخوا ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه دا محدودیتونه “سیسټماټیک تبعیض” بولي.
د ښځو د زده‌کړو او کار د حقونو لپاره نړیوال فشارونه پر طالبانو ورځ تر بلې زیاتېږي.

په کور دننه، هم ښځې څو ځلې د “نان، کار، ازادي” شعارونو لاندې کوڅو ته راوتلې، چې مظاهره کوونکې د طالبانو له لوري سختې وځپل شوې، چې له امله یې اوس مهال پراخې مظاهرې د امنیتي محدودیتونو له امله نه دي ترسره شوې.

د قطر د ښځینه وزیرې راتګ یوازې د مرستو رسولو له امله نه، بلکې د ښځو د رول او ازادیو په تړاو د افغان ټولنې او نړیوالو تر منځ د تاوده بحثونو لامل شوی دی.