سرچینې وایي چې په پنجشېر ولایت کې د ملي مقاومت جبهې یو سیمهییز قوماندان، قیوم کهګدای، د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.
طالبان د قیوم کهګدای د تګراتګ له مخکې معلوماتو درلودو او د کوهپایه سیمې ته څېرمه یې پرې برید وکړ. جګړه شاوخوا یو ساعت او شل دقیقې روانه وه چې په پایله کې قیوم کهګدای ووژل شو.
د راپورونو له مخې، په دې نښته کې د طالبانو څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
له جګړې وروسته، د طالبانو ځواکونه د سیمې کور په کور تلاشي پېل کړه څو د قیوم کهګدای پنځه ملګري پیدا کړي. د ځایي خلکو په وینا، د لټون پر مهال د سیمې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول د وژل شوي قوماندان خپلوان، د طالبانو له لوري وهل شوي او ځورول شوي دي.
طالبانو ګواښ کړی چې تر څو د قیوم کهګدای نور ملګري ونه موندل شي، د هغه مړی به کورنۍ ته ور نه کړي.
یوازې په همدغه کلي کې دا درېیم ځل دی چې د ملي مقاومت د جبهې غړي وژل کېږي. له قیوم وړاندې عبدالله کهګدای او عبدالصمد کهګدای هم د طالبانو له لوري وژل شوي وو.
ملي مقاومت جبهه د احمد مسعود په مشرۍ فعالیت کوي او له ۲۰۲۱ کال را وروسته یې په بیلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت پیل کړی دی.
