منځنی ختیځ

د اسراییلو زرګونه ریزرف سرتېري پر غزې د یرغل لپاره دندې ته حاضر شوي

د اسراییلو لسګونه زره ریزرف سرتېري د سه‌شنبې په ورځ پر غزې د یوه نوي یرغل لپاره خپلو دندو ته راستانه شول.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو غواړي د غزې ښار نیولو لپاره پوځي عملیات ګړندي کړي، سره له دې چې د پوځ د لوړپوړو چارواکو له خوا د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

د فلسطین روغتیایي چارواکي وایي، د اسراییلو د هوايي بریدونو او بمبارۍ له امله یوازې د سه‌شنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي، چې ۳۵ تنه یې د غزې ښار په شمال کې دي، په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د یرغل لپاره چمتووالی نیسي.

د اسراییلو د پوځ راډیو ویلي، چې ۴۰ زره ریزرف سرتېري به د سه‌شنبې په ورځ د دندې لپاره حاضر شي.

د اسراییلو د امنیت کابینې، چې مشري یې نتانیاهو کوي، تېر میاشت د دې هوکړه وکړه چې د نږدې دوه کلنې جګړې پراخوالی زیات کړي او د غزې ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړي؛ هغه ښار چې د جګړې په لومړیو کې اسراییلي ځواکونو پرې یرغل کړی و او د حماس له جنګیالیو سره یې سخته ښاري جګړه کړې وه. اسراییل اوس مهال د غزې پټۍ شاوخوا ۷۵ سلنه برخه په کنټرول کې لري.

د امنیتي کابینې په وروستۍ غونډه کې، چې د یکشنبې په ماښام ترسره شوه، د نتانیاهو او ځینو وزیرانو تر منځ توندې خبرې وشوې.

وزیرانو غوښتل عملیات ګړندي شي، خو د وسله‌والو ځواکونو مشر ایال زمیر پر سیاستوالو غږ وکړ چې له حماس سره د اوربند موافقې ته ورسېږي.

زمیر ویلي، د غزې ښار پر لور د پوځ پرمختګ به د برمته شویو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي او له دې مخکې ستړی پوځ به لا نور هم له ستونزو سره مخامخ کړي. دا خبره څلورو وزیرانو او دوو پوځي چارواکو تایید کړې چې په غونډه کې حاضر وو.