طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د بلخاب د ډبرو سکرو د کان «مسلکي» استخراج پرانېسته کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه کان استخراج د ملي انکشاف له لوري ترسره کېږي او تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ څاګانې پکې کیندل شوې دي. دا مهال له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان په مستقیم ډول په کې بوخت دي او هر کال به شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه ډبرې سکاره ترې واېستل شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، له دغه کان څخه ایستل شوي ډبرې سکاره، د کورنیو فابریکو لپاره د برېښنا تولید او د صنعت د پراختیا ترڅنګ، د هېواد د وارداتو کچه راټیټوي، د کار موندنې له زیاتېدو سره به د فقر کچه کمه کړي او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
عبدالغني برادر د سرپل ولایت په یوه غونډه کې ویلي: «د بلخاب د ډبرو سکرو کان د هېواد له مهمو او بډایو سرچینو څخه دی او د هغې د استخراج بهیر تر اوسه د ملي انکشاف شرکت له لوري په ښه توګه پر مخ وړل شوی دی.»
هغه ټینګار کړی، چې د هېواد د طبیعي سرچینو د اغېزمنې کارونې لپاره باید یوازې د خامو موادو پر صادارت بسنه ونه شي؛ بلکې په هېواد کې د پروسس او تولید فابریکې جوړې شي څو د کار فرصتونه ډېر او کورنی صنعت پیاوړی شي.
برادر زیاته کړې، چې د ملي انکشاف شرکت د دغه کان د استخراج د اسانولو او چټکتیا لپاره له ۲۰۰ کیلومتره ډېر سړکونه هم په معیاري ډول جغلاېښي، چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه له یو بل سره نښلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نړیوالو ناظران د طالبانو له لوري د افغانستان د کانونو د ایستلو څرنګوالی او له دې لارې د ترلاسه شویو عوایدو مصرف تر پوښتنې لاندې راوستی و.
