امنیت

سرچینې: له ایرانه راستون شوی یو پخوانی نظامي افسر په کابل کې وژل شوی

عکس از نظامی پیشین که در کابل به قتل رسیده است.

سرچینې آمو ته ویلي، عبدالولي نعیمي چې د افغانستان د تېر حکومت د ځانګړو پولیسو پخوانی افسر و، مړی یې له ورکېدو نږدې دوه اوونۍ وروسته په کابل کې موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، ښاغلی نعیمي د پنجشیر اصلي اوسېدونکی و او د روان کال د اسد په ۲۴مه له ایران څخه کابل ته راستون شو؛ خو یوازې دوه ورځې وروسته، د اسد په ۲۶مه، ورک شوی و

سرچینې زیاتوي، د نعیمي کورنۍ د هغه مړی دوه اوونۍ وروسته د کابل په عدلي طب ریاست کې پیدا کړ.

د سرچینو په خبره، «د مړي پر سر او غاړه د دوو مرمیو نښې ښکارېدې، کیڼ لاس یې مات شوی و او د شکنجې نښې هم پرې لیدل کېدې.»

په هغو انځورونو کې چې آمو ته رسېدلي، د نعیمي په تندي او پزې کې ټپونه ښکاري؛ خو آمو یې د خپرولو پرېکړه نه ده کړې.

سرچینې وايي، د لاسونو له ټپونو څرګندېږي چې د شکنجې پر مهال یې لاسونه د شا له اړخه تړل شوي وو.

عبدالولي نعیمي واده کړی و او څلور ماشومان ترې پاتې دي.

تر دې دمه طالبانو د دغه پخواني امنیتي افسر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو سازمان شپږ میاشتنی راپور ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ناقانوني وژنې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېرې شوې دي.

په داسې حال کې چې ایران او پاکستان په روان کال کې له دوو میلیونو ډېر افغان کډوال شړلي دي. د دغو کسانو په منځ کې د تېر حکومت کارکوونکي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پخواني غړي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم شامل دي، چې د هغوی په وینا په افغانستان کې له نیول کېدو، شکنجې او مرګ سره مخ دي.