د کرېکټ نړیوالې شورا د ښځو د ۵۰ اوریز نړیوال جام لپاره په جایزو کې د پام وړ زیاتوالی اعلان کړ. د دې شورا په وینا، د راتلونکو سیالیو ټولې جایزې به ۱۳.۸۸ میلیونه ډالر وي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د جایزو په پرتله نږدې درې برابره زیاتوالی ښيي.
د ۱۳م پړاو ښځو نړیوال جام به د سپتمبر په ۳۰مه د هند او سریلانکا په کوربتوب پیل شي. پاکستان خپلې لوبې د سیالیو د “هایبرډ ماډل” له مخې په سریلانکا کې ترسره کوي، ځکه چې هند د پاکستان سفر رد کړی و.
د نوي اعلان له مخې، د اتلې لوبډلې برخه به ۴.۴۸ میلیونه ډالر وي، د دویم مقام ګټونکې ته به ۲.۲۴ میلیونه ډالر ورکول کېږي او دواړه نیمه پایلوبې لوبېدونکي لوبډلې به ۱.۱۲ میلیونه ډالر تر لاسه کړي. د ګروپ پړاو ګډونوالې لوبډلې به لږ تر لږه ۲۵۰ زره ډالر ترلاسه کوي او د هرې بریا ارزښت به ۳۴ زره ډالر وي.
د کرېکټ نړیوالې شورا مشر جې شاه د دغه زیاتوالي په اړه وویل چې “د جایزو څلور برابره لوړوالی د ښځو کرېکټ لپاره تاریخي شېبه ده، او دا به د نوي نسل لپاره د الهام سرچینه شي.”
افغانستان بیا د دې لوړې شوې جایزې له مستقیمو ګټو بېبرخې پاتې کېږي، ځکه چې د طالبانو تر واک لاندې هېواد کې ښځو ته د کرېکټ او نورو ورزشي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي. د ښځو کرېکټ ملي لوبډله، چې څو کاله وړاندې یې نړیوالو سیالیو ته د تګ هڅې کولې، اوس په بشپړه توګه غیر فعاله شوې ده. د ښځینه لوبغاړو او د کرېکټ مینه والو په باور، دغه محدودیتونه نه یوازې د افغانستان ښځې له نړیوالو فرصتونو محروموي، بلکې د هېواد د ورزشي راتلونکې لپاره هم لوی زیان ګڼل کېږي.
د یادونې ده چې د ښځو د نړیوال جام د جایزو دا کچه د نارینه وو د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام له ټولې جایزې هم لوړه ده، چې هغه وخت ۱۰ میلیونه ډالر وه.
