ورزش

د کرېکټ درې اړخیزې سیالۍ درېیمه لوبه: امارات پچه وګټله او توپ اچونه کوي

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې شل اوریزې سیالۍ درېیمه لوبه نن دوشنبه، د سپتمبر لومړۍ نېټه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې پچه  امارات وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

دواړه لوبډلې د دې سیالۍ د لومړۍ بریا په لټه کې دي، ځکه چې دواړه د پاکستان پر وړاندې خپلې لومړۍ سیالۍ بایللي دي.

د افغانستان لوبډله: رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، درویش رسولي، کریم جنت، عظمت الله عمرزي، راشد خان (کپتان)، محمد نبي، شرف‌الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي.

د اماراتو لوبډله: محمد وسیم (کپتان)، محمد ذوهیب، اسف خان، راهول چوپرا (ویکټ ساتونکی)، ایتن ډي سوزا، هرشت کوشیک، دروو پراشار، صغیر خان، حیدر علي، محمد روهید، جنید صدیقي.