ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ، لس افغانې کورنۍ چې جرمني ته پر لاره وې، وېزې ترلاسه کړې.
د جرمني حکومت له څه مودې راهیسې، له لوړ خطر سره مخ افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې ژمنه ځنډولې وه؛ خو له څو میاشتني ځنډ وروسته یې د دوشنبې په ورځ، جرمني ته د لس افغانو کورنیو د لېږد چمتوالۍ وښود.
د جرمني محکمو لږ تر لږه په شاوخوا شلو قضیو کې پریکړه کړې وه، چې حکومت باید خپلې پخوانۍ ژمنې پوره کړي، او هغو افغانانو ته وېزې ورکړي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري مرستې ځانګړي پروګرام لاندې مستحق ګڼل شوي وو.
دغه لس کورنۍ، چې ټولټال ۴۷ کسان جوړوي، یوازې وروسته له هغې وېزې ترلاسه کړې، چې خپل قضیه یې محکمو ته وړاندې کړه.
د جرمني حکومت، چې دا مهال د مرکزي-ښي اړخي ګوند مشري کوي، د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروسه ودروله، هغه کسان چې لا مخکې ورته د منلو ژمنه شوې وه. دا اقدام د پراخ کډوالۍ ضد سیاستونو یوه برخه وه.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې، د دې پروګرام له لارې شاوخوا ۴۵ زره افغانان جرمني ته انتقال شوي دي، چې پکې هغه افغانان هم شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال د نظام له سقوط مخکې د جرمني له پوځ سره یې کار کړی و.
خو سږ کال داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د ځینو افغانو کډوالو د امنیتي څېړنو بهیر نیمګړی و، او د هغوی پر هویت شک څرګند شو.
