Uncategorized @ps منځنی ختیځ

د نسل‌وژنې څېړونکو نړیواله ټولنه: اسراییل په غزه کې د نسل‌وژنې مرتکب شوی

د نسل‌وژنې د څېړونکو نړیوالې ټولنې ویلي چې د قانوني معیارونو پر بنسټ اسراییل په غزه کې د نسل‌وژنې مرتکب شوی دی.

د “نسل‌وژنې څېړونکو نړیوالې ټولنې مشرې ملاني اوبراین، وویل چې د یادې ټولنې د ۵۰۰ غړو له ډلې ۸۶ سلنه کسانو د یوې پرېکړې ملاتړ کړی چې د اسراییلو کړنې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸م کال د نسل‌وژنې کنوانسیون د تعریف له مخې نسل‌وژنه ګڼي.

اسراییل د دې پرېکړې په اړه لا رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوځي عملیات د ځان د دفاع لپاره ترسره کوي. دغه هېواد دا مهال د نړیوالې محکمې پر وړاندې د نسل‌وژنې د تورونو یوه قضیه هم مخ ته وړي.

په غزه کې حماس د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا دریځ د هغو شواهدو پخلی کوي چې نړیوالو محکمو ته وړاندې شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس وسله‌والو د اسراییلو پر کلیو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۵۰ ډېر یې وتښتول. له هغه مهاله تر اوسه د فلسطیني چارواکو په وینا د اسراییلي بریدونو له امله په غزه کې څه د پاسه ۶۳ زره کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه خبرداری ورکوي چې په غزه کې لوږه په “انسان جوړې قحطۍ” بدله شوې؛ خو اسراییل دا خبره ردوي.

نسل‌وژنه د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸م کال د کنوانسیون له مخې هغه کړنې دي چې د یوې ملي، توکمیزې، مذهبي یا نژادي ډلې د بشپړ یا جزوي نابودۍ نیت ولري، لکه د خلکو قصدي وژل، د ژوند د شرایطو خرابول، یا جبري بې‌ځایه کول.