افغانستان

کونړ کې د زلزلې د تلفاتو شمېر له ۶۰۰ تنو واوښت

انځور- د هیواد ختیځ کې زلزله ځپلې سیمې، ارشیف څخه

د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت وایي، د کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۶۲۲ تنو ته رسېدلی، چې له دې ډلې څخه ۶۱۰ تنه په کنړ او ۱۲ تنه نور په ننګرهار کې مړه شوي دی.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي چې تر دې دمه د دې پېښې د ټپیانو شمېر ۱۵۵۵ تنو ته رسېدلی، چې ۱۳۰۰ یې په کنړ او ۲۵۵ تنه یې په ننګرهار کې ټپیان شوي دي.

د طالبان په وینا، دغه تلفات په نورګل، سوکي، وتپور، مانوګي او چپه دره ولسوالیو کې راپور شوي دي.

همدارنګه په ننگرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر ویلي دي چې په دې زلزلې کې ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې په لغمان ولایت کې هم د دې زلزلې په ترڅ کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

ملګري ملتونه: زموږ ډلې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې بېړنۍ مرستې برابروي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله د تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ژغورنې ډلې په دغو سیمو کې حضور لري.

دغه سازمان پر اکس لیکلي، چې د ختیځې سیمې ویجاړوونکي زلزلې له امله، سلګونه انسانان مړه شوي او یو شمېر زیاد کسان ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي: «زموږ ډلې په سیمو کې حاضرې دي او بېړنۍ مرستې او د ژوند ژغورنې ملاتړ برابروي. زموږ خواخوږي د اغېزمنو ټولنو سره ده.»

د هېواد په ختیځ کې مرګوني زلزله: د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانانو سره د خواخوږي څرګندونه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرېش، د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې د مرګونې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره؛ خواخوږي څرګند کړې ده.

هغه پر اکس لیکلي: «زه خپلې ژورې خواخوږۍ د قربانیانو له کورنیو سره شریکوم، او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لرم.»

ګوټرېش ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د مرستو رسونې ډلې په افغانستان کې بسیج شوي او له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

ریچارډ بنیټ له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د هېواد په ختیځې سیمې کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو او زیانمنو شویو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه پر اکس د مرستو رسوونکو بنسټونو او ادارو لپاره چې د زلزله‌ځپلو خلکو مرسته کوي، د بریا هیله کړې ده.

ښاغلي بېنټ لیکلي: «د کونړ ولایت د ویجاړوونکې زلزلې خبر اورېدلو سره له خوبه راویښ شوم. له زیانمنو شویو کورنیو او ټولنو سره ژوره خواخوږي لرم. مرستندویو کارکوونکو ته د قوت او بریا هیله کوم.»