د پنجاب د ایالتي ناورینونو د مدیریت ادارې عمومي رییس، عرفان علي کټهیا، وايي چې تر اوسه لږ تر لږه ۳۳ کسان مړه شوي او له ۲ میلیونو څخه زیات خلک اغېزمن شوي، ځکه سخت سېلابونه د پنجاب پراخې سیمې لا هم تر اوبو لاندې کوي.
کټهیا د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې درې واړه ستر سیندونه؛ ستلج، راوي او چناب په خطرناکو کچو کې دي او د ژغورنې او مرستو چارې د ټول ایالت په کچه روانې دي.
هغه زیاته کړه: «اوس مهال وضعیت ډېر نازک دی… موږ د پنجاب په ټولو درې واړو لویو سیندونو کې د اوبو لوړې څپې ترلاسه کړې دي.»
په داسې حال کې چې پاکستان له بېساري سېلابونو سره مقابله کوي، د اندس (Indus) د اوبو د تړون د نه مراعاتولو له امله د هند په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او ادعا کېږي چې نوې ډهلي د سېلابونو د پر وخت خبرتیا په اړه خپلې مهمې دندې نه دي تر سره کړي.
د جون له وروستیو راهیسې په ټول پاکستان کې د سېلابونو له اړوند پېښو څخه تر اوسه له ۸۴۰ ډېر کسان وژل شوي او پر زیربناوو او شخصي شتمنیو پراخ زیانونه اوښتي دي.
د زیان او د روانو مرستو د چارو په اړه د نورو جزییاتو ورکولو پر مهال، د پنجاب د ایالتي ناورینونو د مدیریت ادارې مشر وویل چې ۲۲۰۰ کلي تر اوبو لاندې شوي او ۷۵۰ زره کسان له سېلاب ځپلو سیمو ایستل شوي دي.
نوموړي وویل چې د ټریمو بند په سیمه کې د اوبو کچه ۳۶۱,۶۳۳ کیوسېک ته لوړه شوې چې یوازې په یوه ورځ کې له ۱۰۰ زرو کیوسېکو زیاتوالی ښيي. هغه وویل: «دا د پنجاب په تاریخ کې له تر ټولو لویو ژغورنې عملیاتو څخه یو دی.» نوموړي زیاته کړه چې د مرستو چارې روانې دي، چارواکي په میدان کې حاضر دي او له اغېزمنو ټولنو سره نژدې کار کوي.
