افغانستان

مقاومت جبهه: «د بدخشان شُکی ولسوالي مو ونیوله»

پنجشېر کې د مقاومت جبهې ځواکونه. انځور: ارشیف

مقاومت جبهه ادعا کوي چې د بدخشان شکی ولسوالي د مقاومت جبهې لاس ته ورغلې ده. د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د دغه خبر په تاییدولو سره د دوشنبې پر ورځ آمو ته وویل چې لسګونه تنه طالبان د دغه ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د بدخشان د شکی ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د خپل نوم په نه ښودلو سره آمو ته وویل: «په شکی ولسوالۍ کې د پاڅونوالو یوه قوماندان نن مازدیګر له خپلو کسانو سره په یوه ناڅاپي برید کې شکی ولسوالي نیولې ده.»

هغه زیاتوي: «د ولسوالۍ له سقوط سره د مخکیني حکومت امنیتي ځواکونه پولیس او ملي اردو او همداراز د طالبانو ځینې کسان هم د مقاومت جبهې له لیکو سره یو ځاي شوي دي.»

د هغه په وینا، د دغې جبهې له خوا په نیول شويو کسانو کې د طالبانو ولسوال، د امنیت مدیر او امنیه قوماندان د دې ډلې له ګڼ شمېر کسانو سره د مقاومت جبهې ژوندي نیولي دي.

د بدخشان ولایت شکی ولسوالي په داسې حال کې د مقاومت جبهې لاس ته لوېدلې چې اوسمهال د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري.

طالبان په دې اړه څه نه وایي. باختر اطلاعاتي اژانس د شکی ولسوالۍ د سقوط خبر له خپرېدو کابو دوه ساعته وروسته، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب انځورونه وړاندې کړي او ویلي یې دي چې نوموړي د بدخشان ولایت له سرحدي برخو لیدنه کړې ده.

د هېواد شمال ختیځ کې نښتې

یوې ځایي سرچینې د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل، چې دغه نښتې د شپې ۹:۱۰ بجې پيل شوې او په پایله کې یې «د طالبانو د لیزري قطعې یو غړی په ابوعمر مشهور اسدالله له درېیو ساتونکو سره یې وژل شوي دي.»

ویل کېږي نښتې د بدخشان ولایت په «شهربزرګ» ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ پيل شوې خو د تلفاتو په اړه یې مالومات نشته.

د مقاومت جبهې تر اوسه د وروستیو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې طالبانو تل د مقاومت جبهې شتون رد کړی او دغه نښتې ګنګوسې بولي.

د هغوی په وینا د طالبانو کسانو له څو ساعته نښتې وروسته شاتګ کړی دی.

د تخار په چال، فرخار، دشت قلعه او بهارک کې د نښتو په اړه راپورونه راغلي دي خو طالبان په دې اړه څه نه وایي.

بدخشان او تخار ولایتونو کې د څو ورځو مخکې وضعیت

اخوا د بدخشان ولایت اوسېدونکي وایي چې د طالبانو ځواکونو دوې ورځې مخکې د (کافر درې) پر پوستې له څلورو لوریو برید کړی چې د راغستان په شیوه سیمه کې موقعیت لري.

د هغوی په وینا د طالبانو کسان له څو ساعته نښتې وروسته شاتګ کړی او همداراز د دغو نښتو تلفات تر اوسه روښانه نه دي.

همدې حال کې د بدخشان له کران و منجان ولسوالۍ څخه یوې بلې سرچینې زیاته کړې «په دغې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو یوه غړي قوماندان شریف په دغې ولسوالۍ له خپلو کسانو سره کران و منجان ولسوالي پرېښې ده.»

اخوا له څو ورځو نښتو وروسته په یفتل بالا ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ جکړه درېدلې ده.

په دې لړ کې ویل کېږي د تخار د څلورو ولسوالیو : چال، فرخار، دشت قلعه او بهارک ولسوالیو په نښتو کې اووه تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.