ورزش

افغان اتلان سبا ماښام د اماراتو پر وړاندې لوبه کوي

د درې اړخیزې لوبلړۍ په دوام کې، افغان کرکټ ملی لوبډله سبا ماښام ۷بجې د کوربه متحده عربي امارات پر وړاندې لوبه کوي.

د افغانستان، پاکستان او امارتو ترمنځ درې اړخیزه ۲۰اوریزه لوبلړۍ تېره ورځ جمعه پیل شوه. افغانستان پخپله لومړۍ لوبه کې د ۳۹ منډو په توپیر د پاکستان پر وړاندې ماتې وخوړه.

دغه لوبې د راتلونکې میاشت د اسیا جام سیالیو ته د تیاری په موخه ترسره کیږي.

د دغه لوبلړۍ په نوملړ کې، راشدخان لوبډلمشر، او ورسره د پیل توپوهونکي، رحمان‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ شامل دي. نور لوبغاړي: صدیق‌الله اتل، درویش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمد اسحاق، ګلبدین نایب، او د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي او همدارنګه، کریم جنت، شرف‌الدین اشرف، نوراحمد، مجیب رحمان ځدراڼ او الله محمد غضنفر شامل دي.

دا سیالۍ په داسې حال کې دي، چې افغانستان په راتلونکي اسیا جام سیالیو کې له بنګله‌‌دیش، سریلانکا، او هانګ‌کانګ سره په یوه ګروپ کې ځای لري. د اسیا جام سیالۍ، د سپټمبر په نهمه پیلیږي.