امنیت

آیا طالبان د مسکو اندېښنو ته ځواب ویلی شي؟

مسکو په تازه څرګندونو کې، د افغانستان د خراب امنیتي وضعیت او د ترهګرو ډلو د پراخ حضور پر وړاندې اندېښنه ښودلې؛ خو طالبان یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې احتمالي ملګري هم معرفي کړي دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شایګو، په یوه تازه مقاله کې ویلي چې اوس مهال شاوخوا ۲۳ زره د بېلابېلو نړیوالو ترهګرو ډلو جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي. د هغه په وینا، لږ تر لږه ۲۰ ډلې په افغانستان کې فعالیت لري، چې تر ټولو لوی ګواښ یې د داعش خراسان څانګه ده؛ هغه ډله چې په ختیځ، شمال او شمال‌ختیځ کې د روزنې کمپونه او د ملاتړ مرکزونه لري.

شایګو په خپله مقاله کې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې دغه ډله د خپلې وسې په کچه د داعش جنګیالي له منځه وړي. هغه زیاته کړې چې که د لوېدیځ بندیزونه پر طالبانو نه وای لګول شوي، دا مبارزه به لا اغېزمنه وه.

خو لویه پوښتنه دا ده چې طالبان، چې خپله له ګڼو دغو ډلو سره ایدیولوژیک تړاو لري او د حکومتدارۍ په برخه کې له بې‌ثباتۍ سره مخامخ دي، ایا واقعاً د مسکو امنیتي اندېښنو ته ځواب ویلای شي؟

مسکو مخکې هم وار وار ویلي، چې د افغانستان د ترهګرو ډلو تر شا د لوېدیځ استخباراتي کړۍ لاس لري. سره له دې، روسیه طالبان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره مناسب شریک بولي، او تر دې بریده رسېدلې چې د طالبانو د رسمي پېژندنې پر لور ګام واخلي.

شنونکي وايي، ترهګري د روسیې لپاره د طالبانو د عادي‌سازۍ او په افغانستان کې د نفوذ موندلو یوه بهانه ګرځېدلې ده. خو د طالبانو په اړه نړیوال شکونه لا هم پر ځای دي. د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو راپورونو له مخې، افغانستان د افراطي ډلو د فعالیتونو کوربه پاتې شوی، او تازه شمېرې ښيي چې دا ګواښ تر پخوا ډېر پېچلی شوی دی.

کارپوهان باور لري، طالبانو ته یوازې د «ښه ملګري» په سترګه کتل د مسکو د امنیتي اړتیاوو ځواب نه شي کېدای. طالبان باید په یو وخت کې له څو جبهاتو سره مبارزه وکړي، څو وکولای شي هغه باور ترلاسه کړي چې مسکو پرې تکیه کړې ده.