د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شاینباوم د پنجشنبې په ورځ د فیفا رئیس جیاني انفانتینو سره وکتل ترڅو د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د چمتووالي وضعیت وارزوي. مکسیکو به له امریکا او کاناډا سره په ګډه د یاد نړیوال جام کوربه توب وکړي.
ولسمشرې شاینباوم په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «زه د فیفا له رئیس جیاني انفانتینو څخه مننه کوم چې د نړیوال جام د پرمختګ په اړه یې لیدنه وکړه.» هغې د فیفا رئیس او د سیالیو له جام سره عکسونه هم خپاره کړل.
د هغې په خبره، د لوبلړۍ د پرانیستلو مراسم به د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۱مه د میکسیکو ښار په آزتیکا سټیډیم کې ترسره شي. هغې زیاته کړه چې په میکسیکو ښار، ګوادالاهارا او مونتری کې به د نړیوال جام ۱۳ لوبې ترسره شي.
جیاني انفانتینو تېره اونۍ له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم ولیدل، چې ټرمپ اعلان وکړ د نړیوال جام قرعهکشي به د دسمبر په ۵مه د واشنګټن په کینیډي مرکز کې ترسره شي. انفانتینو د نړیوال جام ټرافي هم له ځان سره راوړې وه او له ټرمپ سره په ګډه یې نندارې ته وړاندې کړ.
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام به د سپورټ په نړۍ کې د پام وړ پیښه وي او همزمهاله به د مکسیکو، امریکا او کاناډا ترمنځ په سوداګریزو او سیاسي چارو کې شته کړکېچونو ته هم پام اړوي، ځکه د ټرمپ د سوداګریزې پالیسۍ او تعرفو له امله د سیمې اړیکې پیچلي شوي دي.
