سرګي شویګو، د روسیې د امنیت شورا منشي، ویلي دي چې د طالبانو له اقداماتو سره سره، په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق وضعیت لا هم پېچلی او اندېښمنوونکی دی.
هغه دغه څرګندونې د روسیې دولتي ورځپاڼې روسیسکایا ګازتا له لارې په یوه مقاله کې بیان کړې او د جمعې په ورځ د «تاس» خبري اژانس له لوري خپره شوه.
شویګو منلې چې طالبان توانېدلي دي د مخدره توکو د قاچاق په بهیر کې ځنډ رامنځته کړي؛ خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړی چې نوې ګواښونه راپورته شوي دي.
نوموړي ویلي: «په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاق لا هم جدي ستونزه ده، په ځانګړي ډول د دې لپاره چې د نیتازین په څېر سنتیتیک توکي زیات کارول کېږي. دا توکي د فنتانیل څخه هم ډېر قوي دي او په خورا لږه اندازه هم مرګوني تمامېږي.»
د هغه په وینا، سره له دې چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د تریاکو تولید راکم شوی؛ خو په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د مېتامفیتامینو نیونې ۷۵ سلنه زیاتې شوي دي.
شویګو زیاته کړې: «د تریاکو پر بنسټ د سنتیتیکو موادو د تولید مرکز اوس د موسوم د سرو زرو مثلث (تایلنډ، میانمار او لاووس) پر لور انتقالېږي.»
هغه همدارنګه ویلي چې په روسیه کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هیرویینو لاسرسی کمرنګه شوی دی: «په روسیه کې د هیرویینو نیونې درې برابره راکمې شوي دي – له یو نیم ټنه څخه ۳۱۹ کیلوګرامو ته.»
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په کچه د کوکنارو کرل منع اعلان کړل او ادعا کوي چې د کوکنارو تولید یې په پام وړ ډول راټیټ کړی دی. خو نړیوال څارونکي وايي، په افغانستان کې د سنتیتیکو توکو د زیاتوالي او د دې بندیز د عملي کولو لپاره د رسمي میکانیزمونو د نشتوالي له امله لا هم د اندېښنې وړ حالت روان دی.
