د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان،راشد خان، د درې اړخیزو سیالیو د لومړۍ لوبې له پیل وړاندې د دواړو خواوو له مینه والو وغوښتل چې ارام پاتې شي، د سپورټي روحیې درناوی وکړي او د کرکټ پر یووالی راوستونکي ځواک باور ولري.
هغه د پنجشنبې په ورځ په شارجه کې د لوبې د پرانیستغونډې پر مهال وویل: «زما پیغام ټولو هغو کسانو ته چې لوبې لیدلو ته لوبغالي ته راځي دا دی چې کریکټ یووالی راولي، دا لوبه ملتونه سره نږدې کوي او د سولې پیغام ورکوي، موږ دا لوبه د مینه والو د خوند او ساتیرۍ لپاره کوو، دا یوازې یوه سیالي ده، له خلکو غواړم چې راشي، خپلې لوبډلې وهڅوي او د لوبې له هرې شېبې خوند واخلي.»
دا غوښتنه داسې مهال مطرح شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان د نږدې بریا په یوې هیجاني لوبه کې د دواړو لوبډلو مینه وال سره لاس او ګرېوال شول، چې ځینې افغانان د امنیتي مسوولینو لخوا ونیول شول. هغه وخت د پاکستان کرېکټ بورډ پخواني مشر رمیز راجا، د مینه والو چلند «ځورونکی» بللی و.
د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره، د لوبو تنظیموونکو امنیتي تدابیر زیات کړي او د افغانستان او پاکستان مینه والو لپاره یې جلا ځایونه ټاکلي، چې تېر کال هم په متحده عربي اماراتو کې د دواړو لوبډلو د لوبو پر مهال عملي شوي و.
راشد خان ټینګار وکړ چې په تخنیکي لحاظ، د یوې لوبډلې هیڅ ډول مطلقه برتري نشته او د ۲۰ اوریز کرکټ هره لوبه د یوه یا دوه لوبغاړو د غوره کارکردګۍ له لارې بدلېدلی شي.
د یادې درې اړخیزو سیالیو ګډون کوونکي لوبډلې افغانستان، پاکستان او کوربه هیواد امارات دی، چې د اگست له ۲۹مې(نن ورځ)، د سپتمبر تر ۷مې پورې ترسره کېږي او د آسیا د ۲۰ اوریزو نارینه وو له جام مخکې وروستۍ ازموینه ګڼل کېږي. په لومړۍ لوبه کې پاکستان او افغانستان سره مخامخ کېږي او د دوو غوره لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه به د سپتمبر په ۷مه ترسره شي.
