نړۍ

اردوغان له زیلنسکي سره په ټیلفوني اړیکه کې د سولې د ټینګښت ژمنه تکرار کړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په تلیفوني تماس کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

د انقرې په وینا، ترکیه د الاسکا وروستي بدلونونه له نږدې څاري او پر دې ټینګار کوي چې د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

ولسمشر اردوغان څرګنده کړه چې انقره به د سیمې د ثبات د ټینګښت هڅې جاري وساتي او د اړتیا په مهال د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره هم چمتو ده.

هغه زیاته کړه چې د اوکراین امنیت به یوازې هغه وخت په بشپړ ډول تضمین شي چې یوه دایمي او باثباته سوله راشي.