افغانستان

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان هوایي بریدونه وغندل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو چې د خوست او ننګرهار په ولایتونو کې یې د ښځو او ماشومانو ژوند واخیست، په سختو ټکو وغندل.

کرزي وویل، دغه بریدونه نه یوازې د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب له موازینو سره هم په ټکر کې دي.

هغه د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خواخوږۍ او تسلیت په څرګندولو سره زیاته کړه چې پاکستان د خپلو “ناسمو او ناکامو پالیسیو” د پایلو سره لاس او ګرېوان دی، او د افغانستان پر خاوره د بریدونو په وسیله له دغو عواقبو څخه د خلاصون لاره نه شي موندلی.

کرزي په ټینګار سره وویل، د پاکستان ریښتینی خیر په دې کې نغښتی، چې له افغانستان سره “متمدنانه اړیکې” ولري او د ګاونډیتوب اصول او نړیوال قوانین په جدي توګه رعایت کړي.