امنیت

طالبانو د پاکستان سفیر احضار کړ

تصویر از آرشیف.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د پوځ له لوري د ننګرهار او خوست پر ځینو برخو د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او اعتراض لیک  یې ورته سپارلی دی.

دغه وزارت تایید کړې چې د پاکستان پوځ تېره شپه د خوست او ننګرهار پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درې ملکي کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو دغه بریدونه د افغانستان پر هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری او یو پاروونکی اقدام بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل د تحریک طالبان پاکستان د حضور په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو غواړي چې د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.