ورزش

ننګرهار د هېواد په کچه د زورخانه‌يي په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

ننګرهار کې د هېواد په کچه د زورخانه‌يي ملي سیالیو پایلوبه یک شنبه ماښام ترسره شوه، چې ننګرهار پکې د ۵ ولایتونو له ډلې لومړی مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د افغانستان د زورخانه‌يي ملي فډراسیون له لوري د تېرې جمعې په ورځ پيل شوې وې.

د زور خانه‌یي ملي فدارسون رئیس اقبال منوچهر د دې سیالیو په پای کې رسنیو ته وویل، چې له دې سیالیو څخه يې موخه ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو په نښه کول دي.

منوچهر وایي په دې سیالیو کې د کابل، ننګرهار، هرات، پنجشیر او میدان وردګو ولایتونو څخه ۵۲ غېږنیونکو ګډون کړی وو، چې ننګرهار لومړی مقام خپل کړ.

په پایلوبه کې ننګرهار ۹، کابل، پنجشیر او هرات ولایتونو ۲ـ۲ مډالونه وګټل.

ښاغلی منوچهر زیاتوي: «موږ د تېرې جمعې په ورځ په ننګرهار کې د المپيک له ریاست سره په همغږۍ دا سیالۍ پیل کړې، په ښه توګه ترسره شوې. د ټول هېواد په کچه له ۵ ولایتونو په کې ۵۲ لوبغاړو ګډون درلود، چې ننګرهار مخکښ او لومړی شو.»

لوبغاړي هم د ځان د پرمختګ لپاره دا ډول سیالۍ غوره ګام یادوي او وایي، په دې سره به وکولای شي ملي لوبډلې ته لار ومومي.

ارشاد پهلوان چې له ننګرهاره لوبېده وایي، هڅه يې دا ده، چې مخکښ شي او ملي لوبدلې ته لار پيدا کړي.

نوموړی زیاتوي: «دا سیالۍ د لوبغاړو لپاره ډیرې ګټورې وې، ځکه له دې لارې مونږ کولای شو چې خپل استعداد څرګند کړو او هم د نورو ولایتونو له لوبغاړو سره زمونږ اړیکې جوړې کړو او هم هغوی دلته راشي کوي او مونږ هلته.»

شهاب پهلوان بیا له هرات ولایته دې سیالیو کې د ګډون لپاره راغلی وو.

دی هیله لري، چې د زورخانه‌يي ملي فدراسیون به ورته د نړۍ په کچه په سیالیو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

نوموړی زیاتوي: «له بده‌مرغه سږکال موږ تمه درلوده چې په ترکیه کې په سیالیو کې ګډون وکړو موږ د نړۍ په کچه غوره لوبغاړي لرو، خو زمینه موږ ته نه ده برابره، که موږ ته زمینه برابره شي نو موږ به د نړۍ په کچه پیاوړو ډلو ته ماته وکړو او خپل بیرغ به پورته کړو.»

د یادونې ده، چې زور خانه‌یي د غیږ نیونې د سیالیو یو ډول دی.

دا لوبه په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې په افغانستان کې پیل شوه او اوسمهال په ګڼو ولایتونو کې سلګونه تنه لوبغاړي دغه ورزش پرمخ وړي.