ځايي سرچینو آمو ته ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د کابل د یوولسمې ناحیې له وکیلانو غوښتنه کړې چې د ښځو کورني سینګارتونونه وپېژني او د تړلو لپاره یې اقدام وکړي.
د دغو سرچینو په وینا، طالبانو وکیلانو ته خبرداری ورکړی چې که د دې سالونونو په پېژندلو کې همکاري ونه کړي، له انضباطي اقداماتو سره به مخ شي او د شکایت حق به هم ونه لري.
په هغو پیغامونو کې چې آمو ته رسېدلي، ښکاري چې وکیلان یو بل هڅوي څو د استوګنیزو سیمو د فعالو سینګارتونونو په اړه معلومات راټول کړي او د طالبانو چارواکیو ته یې راپور ورکړي.
په یوه پیغام کې، د امر بالمعروف یو مأمور ټینګار کړی چې د ښځو د ښکلا سالونونه «د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په حکم بند دي» او باید «سمدستي ودرول شي.»
په بل پیغام کې، د کابل د یوولسمې ناحیې د علماوو د شورا یوه غړي د ښځو سینګارتونونه «یو ناوړه او د شرم وړ پدیده» بللې او د سخت چلند غوښتنه یې کړې ده.
هغه زیاته کړې:
«موږ په جدي ډول د یولسمې ناحیې علماوو ته اعلان کوو چې د دې پدیدې پر وړاندې کلک دریځ ولري. موږ د امر بالمعروف د مأمورانو سره په دې مبارزه کې همغږي او همګام یو.»
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې په کابل او نورو ښارونو کې ټول د ښځو ښکلا سالونونه وتړل، چې دغه اقدام په زرګونو ښځې بې دندو کړې. له دغه بندیز وروسته، ډېرو آرایشګرو خپلې چارې کورونو ته ولېږدولې او پټ یې دوام ورکړ؛ خو سرچینو آمو ته ویلي وو چې تېره میاشت طالبانو په کابل کې لسګونه کورني سالونونه تړلي او ګڼ شمېر ښځینه آرایشګرې یې نیولي دي.
