ستاسو نظر

په افغانستان کې د پوهنتونونو د مضمونونو حذف؛ د ایډیالوژیکي زورواکۍ دوام

په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده د افغانستان د پوهنتونونو د نصاب د بیاکتنې لپاره د یو ځانګړې کمېسیون د جوړېدلو فرمان صادر کړ. دا کمېسیون چې له پنځوسو څخه ډېرو غړیو څخه جوړ شوی، ډېری یې دینی ملايان او هغه کسان دي چې د طالبانو له ایډیولوژۍ سره همغږي دي. دنده یې دا ده چې د پوهنتونونو مضمونونه وارزوي او سمونه یې وکړي. د دې بیاکتنې پایله دا شوه چې ۱۸ مضمونونه په بشپړ ډول له پوهنتونونو څخه لرې کړل شي او ۲۰۱ نور مضمونونه «ستونزمن» وبلل شي، کوم چې به له اصلاح او د بدیلو متونو تر ځای پر ځای کولو وروسته تدریس شي. دا اقدام د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر بنسټ ولاړ دی، چې د ټولنیزو علومو ګڼ مضومونونه له پوهنتوني نصاب ایستل شوي وو او د زده‌کړو د اسلامي کولو اوږد بهیر پیل شوی و.

هغه مضمونونه چې له نصاب لرې شوي، په ډېره کچه د حقوقو، سیاسي علومو، ټولنپوهنې، فلسفې، سیاست‌ او د ښځو د مطالعې اړوند دي. د دې مهمو مضمونونو له ډلې څخه: اساسي حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، واکمني او سیاست‌، بشري حقوق او ډیموکراسي، د ادیانو تاریخ، د اخلاقو فلسفه او د جنسي ځورونې اړوند مباحث دي. د طالبانو په وینا، د دغو مضمونونو حذف د «شریعت د احکامو له غوښتنو سره د برابرولو» او د هغو مسایلو د مخنیوي لپاره دی چې د طالبانو د سیاستونو او ایډیولوژۍ خلاف ګڼل کېږي. همداراز، د ۲۰۱ نورو مضمونونو تدریس تر هغه مشروط شوی چې د طالبانو د فکري چوکاټ له مخې اصلاح شي.

د دغه اقدام انګېزې څو اړخیزې دي. لومړی، طالبان غواړي د ټولنیزو او انساني علومو مهم مضمونونه حذف کړي څو د پوهنتون نصاب له خپل ایډیولوژیک لیدلوري سره سم کړي او د هغو مفاهیمو د تدریس مخه ونیسي چې له ارزښتونو او سیاستونو سره یې په ټکر کې دي. دویم، د دې کار له لارې د افکارو کنټرول او هدایت اسانه کېږي. کله چې انتقادي مضمونونه حذف شي او پر ځای یې ایډیولوژیک مضمونونه تدریس شي، پوهنتونونه د واکمن نظام د فکري همغږۍ په مرکزونو بدلېږي او د خپلواک او نقادې فکر د ودې فضا له منځه ځي. درېیم، د مدني بنسټونو او بشري حقونو د ارزښتونو کمزوري کول هم یو هدف دی. کله چې د بشري حقونو او مدني ټولنې اړوند زده‌کړې محدودې شي، طالبان کولی شي خپله واکمني پیاوړې کړي او د مخالفینو د ځپلو زمینه برابره کړي.

د ۱۸ مضمونونهو حذف او د ۲۰۱ نورو بیاکتنه د طالبانو د سیاست دوام ښيي چې پوهنتونونه د دوی د ایډیولوژۍ له اصولو سره یو شان کړي. دا یوازې د نصاب بدلون نه دی؛ بلکې د افغانستان د فرهنګي او ټولنیز هویت د بیا لیکلو هڅه ده. د دې کړنو پایلې خورا پراخې دي. د بشري او ټولنیزو علومو د مهمو مضمونونو له منځه وړل د پوهنتونونو وړتیا د خپلواکو او نقاد ذهنونو د روزنې چاپېریال کمزوری کوي او د علمي او فکري ازادۍ بنسټونه زیانمنوي. پوهنتونونه چې باید د څېړنې او ازاد فکر مرکزونه وي، د یوې ځانګړې ایډیولوژۍ د تبلیغ ځایونه ګرځي. د زده‌کړې او څېړنې کیفیت کمېږي، د ښځو حقونه او د جنسي برابرۍ ارزښتونه ځپل کېږي، او ټولنیز ـ فرهنګي پرمختګ محدودېږي. د ښځو د ټولنپوهنې او د جنسیتي مطالعاتو د مضمونونو حذف نه یوازې د ښځو د حقونو نادیده نیول دي؛ بلکې د نابرابریو د تل پاتې کېدو خطر هم زیاتوي.

دغه بهیر د ۱۹۷۹ کال د ایران د اسلامي انقلاب له دورې سره د پرتله کولو وړ دی. هغه مهال هم پوهنتونونه وتړل شول او نصاب د اسلامي کولو پر لور سوق شو. د ایران د اسلامي جمهوري چارواکیو، په ځانګړي ډول آیت‌الله خامنه‌اي، څو څو ځله د لوېدیځ د «فرهنګي یرغل» او د ټولنیزو ـ انساني علومو د منفي اغېزو په اړه خبرداری ورکړی و. په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ اندېښنې همدغه لیدلوري ته ورته دي؛ دواړه نظامونه ټولنیز او بشري علوم د داسې برخو په توګه ویني چې کولی شي خپلواک او انتقادي فکر وروزي او د واکمنې ایډیولوژۍ لپاره یې یو ګواښ ګڼي.

د نصاب بیاکتنه او د مهمو مضمونونو حذف د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي پرمختګ لپاره د اوږدمهالو ستونزو لامل کېدای شي. له یوې خوا، دا کار هغه محصلین له ودې او فکري پراختیا منع کوي چې د انتقادي تحلیل، خپلواکې څېړنې او مدني مشارکت وړتیا ولري. له بلې خوا، د بشري حقونو، مدني ټولنې، مدیریت او سیاست‌ اړوند مهارتونو او زده‌کړو محدودېدل د زده‌کړې او څېړنې کیفیت کموي او افغانستان له نړیوالو علمي او فرهنګي تعاملاتو لرې کوي. پایله دا چې د افغان فارغ‌التحصیلانو ساسي وړتیا په سیمه ییزه او نړیواله کچه کمزورې کېږي.

په پای کې، د ۱۸ مضمونونو حذف او د ۲۰۱ نورو مشروط تدریس د طالبانو د ایډیولوژیک استبداد دوام ښيي. دا یوازې د نصاب بدلون نه دی؛ بلکې د افغانستان د فرهنګي او ټولنیز هویت د بدلولو هڅه ده. تاریخي تجربې ښيي چې دا ډول محدودیتونه پراخې اغېزې لري؛ پر علمي ازادۍ، پر بشري حقونو، پر ټولنیز پرمختګ او پر دې چې یو هېواد له نورو هیوادونو سره څنګه تعامل کوي، اړوند پوهه محدودوي. پوهنتونونه پر ځای د دې چې د پوهې او انتقادي فکر مرکزونه وي، د ایډیولوژۍ د ټینګښت او د افکارو د کنټرول وسیلې ګرځي. په داسې شرایطو کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو راتلونکی له جدي ننګونو او پراخو ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي پایلو سره مخامخ دی.

محمد سالم متین، د ټولنپوهنې د ماسترۍ لرونکی او د کابل د پوهنتون پخوانی استاد دی، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلی او اوس په یوه اروپايي هېواد کې ژوند کوي.

یادونه: په «آمو» وېبپاڼه کې د نظرونو په برخه کې خپرېدونکي مقالې د لیکوالانو خپل مسوولیت دی.