کډوالي

د افغان ایواک اندېښنه: په پاکستان کې د افغان کډوالو محرم معلومات افشا شوي

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان پولیسو لخوا در نیول کېدو په حال کې.

د افغان ایواک په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ سازمان وایي، په پاکستان کې امریکا ته د تګ په انتظار زرګونه افغانان د خپلو شخصي معلوماتو د افشا کېدو له امله له جدي ګواښ سره مخامخ شوي دي.

دغه سازمان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په یو لیک کې څرګنده کړې چې د محرمو معلوماتو خپرېدل نه یوازې د زرګونو افغانانو ژوند ګواښي؛ بلکې د بیا مېشتېدنې پروسې د اعتبار د له منځه تلو سبب هم کېدای شي. د افغان ایواک په وینا د دغو معلوماتو د افشا کېدو سرچینه یو پاکستانی چارواکی بلل شوی او اوس دا معلومات په انټرنېټ کې د عامو خلکو تر لاسرسي لاندې دي.

شاون وان ډیور، د افغان ایواک مشر، په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د زرګونو افغانانو ژوند د دې کار له امله له جدي ګواښ سره مخ شوی او په ټوله کې د بیا مېشتېدنې پر بهیر د خلکو باور زیانمن شوی دی.»

یاد سازمان د امریکا دولت غوښتي چې بې له ځنډه د افغانانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي او ژر تر ژره د  بیا مېشتېدنې پروسه بېرته فعاله کړي.

په همدې حال کې، یو شمېر هغه افغانان چې په پاکستان کې د امریکا د بیا مېشتېدنې پروګرام په نوملړ کې دي، خپله اندېښنه څرګندوي. مجیب ساپی چې د امریکا د تګ دوسیه لري، وايي: « مونږ په پاکستان کې له ستونزو ډک ژوند تېروو، د ویزو د تمدید بندول او د پاکستاني پولیسو ځورونې زمونږ رواني حالت خراب کړی دی. له بلې خوا زموږ محرم معلومات افشا شوي دي، چې دا نهایت ګواښ لرونکي ده، که د بیامېشتېدنې پروسه ژر پېل نه شي نو له ډېرو کړاوونو سره به مخ شو.»

وان ډیور ټینګار کړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو قضیه یوازې د امریکا د انساني او اخلاقي مسوولیت خبره نه ده؛ بلکې د امریکا د ملي امنیت لپاره هم اړینه موضوع ده.